Fandom

شعرونه

هـوسۍ

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

لومړۍ برخه

زموږ کلی زموږ مېنه

د لوړو څوکو هسکو دنګو غرونو

د سردرو د شنو لمنو خوا کې

هلته یو کلی و د مینې کلی

زه ددې کلي شپونکی

لا ډېر زلمی وم چې په مینه پوه شوم

هو!

زه مین شوم او یو چا را سره مینه پیل کړه

یوه د تورو تورو سترګو میرمن

او د ګودر د نازولو میره

د کلیوالو ښایستونو د جرګې ګلوله

اول زه نه وم خبر

چې د ښایست او مینې دغه جرګه

هر مازیګر زما د شنې شپیلۍ نغمو ته د ګودر په غاړه

په تلوسه او تنده تمه کوي

خو یوه ورځ چې د ځنګلونو ترخوا

پرښو د سیند نغمو ته غوږ ایښی و

او ځړوبي په خپلو سپینو ګوتو

لا ترنګوله د سپرلي سندره

اوچېرې لرې كټهار دزركو

د څو تنزرو د نغمو ځواب ته غاړې ايستې

ماهم شپیلۍ په شونډو کېښودله

موږ سره ټولو کړې په ګډه پیل

د یو زیړي مازیګر

مستو شیبو کې د ځنګله زمزمې

اولا د شنه ځنګله په سترګو کې موخوب زنګاوه

چې زموږ د کلي د ښکلا قافله

ها د ګودر د نازولو جرګه

د شنو څیړیو او زیتونو منځ نه

زما په لوري راغله

پیغلې په مینه او شور

له ما نه تاوې او راتاوې شولې

لکه رنګینې څو ګیډۍ د ګلو

او د ښکلا د قافلې سرکښې

چې وه د تورو تورو سترګو میرمن

داسې په ناز وویل :

ای د رنګینو سردرو شپونكيه!

شپیلۍ دې وغږوه

موږه د کوزې چینې

د یو ګودر همزولي

یو ستا د ښکلو ترانو میلمنې

او ما په ډېره مینه

د شرشرې له ترنم سره مل

بیا پوکی ورته کړلو شنې شپیلۍ ته

او له دې ورځې وروسته

هره ورځ زه وم، شنه شپیلۍ وه

او جرګه د ښکلو

هر مازیګر به مې د تګ په وخت کې

یوه لمن ګلونه وشیندل په ښکلو پېغلو

او هرې پیغلې به پر خپلو ګوتو

هغه وربل کې ټومبل

یوه ورځ داسې هم شوه

کله چې ما څو سارايي ګلونه

د خپلې مینې په وربل کې ټومبل

هغې په ډېر اضطراب

راته په تورو تورو سترګو کې کوم څه وویل

خدای (ج) خبر څه یې غوښتل؟

همزولې ولاړې خو هغه پاتې شوه . . .

او شیبه وروسته مې چې سر و د هغې پر زنګون

نو راته داسې یې په ناز وویل :

«نوره شپیلۍ مه وهه!»

او ما په ډېره حیرانتیا ورځنې وپوښتل، چې :

مګر جانان ولې؟!

شپیلۍ خو زما و ستا د عشق ریباره

ماخو ټول عمر کې همدغه رمه

همدغه غرونه او همدا ځنګلونه

او بس همدا یوه شپیلۍ درلوده

خو بیا مې ښکلي جانان

راته په ویره ویره داسې وویل :

بیګاه مې مور راته کیسه کوله

چې د شپیلۍ غږول

ځوانیمرګي راولي

نو ټوله شپه مې له ډېر غمه سترګې پټې نه شوې

زه یوې ویرې په سرواخیستمه

ستا دځوانۍ او ستا د مینې ویرې

نه چې خدای (ج) مکړه د ځوانیو د مرګ

توره واکمنه پر تا پېښه نه شي

آه _ ربه! خوله مې کړې له خاورو ډکه

هغه سات مه کړې خدایه!

هغه سات مه کړې خدایه!

خو ما پوښتنه وکړه:

دا د ځوانیو د مرګ

توره واکمنه څوک ده؟

ولې سندرو څخه کرکه لري؟

او دښمني کوي شپیلیو سره؟

- نو نازولې راته داسې وویل :

دا یو لوی راز دی یوه لویه کیسه

زموږ د کلي د ماضي داستان دی

نو ما د تورو تورو سترګو له میرمنې څخه هیله وکړه

چې راته وکړي کیسه

زموږ د کلي د ماضي داستان کې څه راغلي؟

نو مې اشنا راته کیسه پیل کړه

په مینه مینه یې پوښتنه وکړه :

تا هغه شنې شنې سارايي کوترې

چې یې مښوکې ګلابي رنګ لري

سترګې یې تورې تورې

د سپینو بڼو یو امیل یې دی په غاړه کې

لیدلي چیرې؟

نو ما ځواب ورکړلو :

هو هو لیدلې مې دي

دلته یې هر سهار سیلونه راځي

او ددې شنو درو اسمان کې اتڼونه کوي

بیا نجلۍ داسې وویل :

مور مې هم داسې ویل :

چې زموږ په کلي کې د دوه مینو زوړ زیارت دی

ددې زیارت په سرو او شنو جنډو کې

د ښاپیریو پاچاهي جوړه ده

او دغه شنې کوترې

د ښاپیریو د پاچا لوڼې دي

د شهزادګیو یوه ډېره ښکلې

او نازولې پیغله

د شنو کوترو د کتار میره ده

هغه (نازو) نومیږي

چې له سندرو او شپیلیو سره مینه لري

او ټوله ورځ خپلو همزولو سره ګرځي د نغمو په هیله

چیرې چې واوري د شپیلۍ سندرې

هلته راټولې شي غومبر ووهي

په مینه تاوې شي را تاوې شي اتڼ وکړي

کله لا وژاړي

له تورو تورو سترګو څخه اوښکې تویې کړي

یوازې څانګې د څیړیو یې د ساندو مات غږونه اوري

او نازو ځکه له شپیلیو سره مینه لري

چې له هر غږ نه یې نارې د خپلې مور اوري

پر هغې ګرانه مورکۍ

چې یې په ژوند کې هېڅ لیدلې نه ده

یوازې غږ یې د شپیلیو له نغمو سره مل

د هغې غوږ ته ورځي

او ما د تورو تورو سترګو له میرمنې څخه وپوښتل چې :

نو د هغې مور څوک ده؟

او د خپل کوم جرم سزا به ویني؟

چې غږ یې شته خو خپله نه ښکاري

او آن تردې چې خپلې لوڼې یې هم نه شي لیدی

نو پیغلې خپله کیسه بیا پیل کړه :

مور راته داسې وویل :

چې ډېر کلونه پخوا

کله چې زموږ کلي کې فصل د غنمو شین و

او دلته نه و لا زیارت ددغو دوه مینو

ځکه هغه وخت لا ژوندي وو

یو پر بل مین وو

او هره ورځ به یې همدلته

چې یې اوس زیارت دی

ددې چینې پرغاړه

د خپلې مینې دیدنونه کول

اود چینې پرغاړه

د دیدنونو پردې ښکلي محل

د ښاپیریو پاچاهي جوړه وه

دې پاچاهي کې یوه ښکلې ملکه وه چې « هوسۍ» نومیده

د خپلواکۍ تاج یې وایښی پر سر

د هسکو څوکو شنو ځنګلو واکداره

لکه یو بت د غرور

چې د ښایست ساری یې نه وچیرې

ښکلې هوسۍ به له همزولو سره ګرځېدله

آن له سهاره تر بیګاه پورې

د شنو درو ،ګڼو ځنګلونو منځ کې

کله به ناسته د چینې پر غاړه

او پرې همزولو به وربل جوړاوه

کله به ولاړه د ګودر لوري ته

د مستو مستو کلیوالو پیغلو

د شنو منګیو کتارونو د لیدو لپاره

خو یو ماښام چې د تیارو وزرونه

ورو ورو خوریدل پر ځنګله

او سندر بولې مرغۍ تلې د خپلو ځالو په لور

مسته هوسۍ هم را روانه وه همزولو سره

بې پروا ګرځېده خندل یې،ترانې یې ویلې

خپلې ماڼې ته ستنېدله د ځنګله له لوري

چې یو ناڅاپه پرې «لات دیو» را پېښ شو

یو هیبتناکه په رنګ تور او ویرونکی د دیوانو پاچا

چې و راغلی د اوو غرونو، اووسیندونو له شا

هلته چې لمر پریوځي

د لمر خاته د کلیو ښکار یې کاوه

ځان یې نغاړلی د ماښام څادر کې

چې هېڅ چانه شولیدی

هوسۍ هم ونه لیده

او په دې راز پوه نه شوه

چې د دیوانو پاچا

ورباندې زړه بایللی

خو د هوسۍ ښایست خپل کار کړي و

لات دیو له ځان سره دا پریکړه وکړه :

ځم دافق لوري ته

هلته چې لمر پریوزي

د ماښامونو ښار ته

د ښکرورو مغربي دیوانو

یو لوی لښکر جوړوم

بیا له پاچا د ښاپیریو سره جنګ ته راځم

کلي یې سوزم او ځنګلونو ته یې اور اچوم

د هسکو څوکو دنګوغرو غرور یې

د اور او وسپنو په قهر وژنم

او چې هوسۍ زما شوه

بیا به نو دلته پاچاهي جوړه کړم

او د ديوانو پاچا جنګ ته راغی

نو یوه ورځ مازیګر

کله چې زموږ کلي کې فصل د غنمو شین و

هغلته لرې د افق په څنډه

چیرې چې لمر پریوځي

یو د دیوانو لوی لښکر ښکاره شو

چې را روان و، زموږ د کلي په لور

ترشا یې کلي او ځنګلونه سوي

تورې یې سرې په وینو

داوو سیندونو او اووغرونو له شا

د ماښامونو له تور ښار نه راتلل

او هلته لرې یې خیمې پلنې کړې

د لمر خاته لوري ته

پر هغې لویې دښتې

چې یې د سرو زور مرغۍ درلودې

له هغه وروسته د دیوانو لښکر

له دغې دښتې څخه

درې ځلې برید وکړ زموږ پر کلي

خو زموږ د کلي د زلمو لښکرو

د ښاپیریو له پاچا سره وه ملاتړلې

او د هوسې پر ننګه ولاړل د دیوانو جنګ ته

کله چې زمکه اور شوه

او په کې وځغاستل وحشي آسونه

کله چې تورو له یو بل څخه مچکې غلا کړې

او بیا په سرو وینو کې ولمبیدې

څه موده وروسته د لو خړو منځ کې

زموږ شاه زلمیو د دیوانو پوځ ته ماته ورکړه

خو چې په دنګو شملو بېرته ستنیدل کلي ته

نو د بریو له نارو سره یې

دوه جنازې د دوه مینو راوړې

دغه چې اوس یې هم زیارت شته

د چینې پرغاړه

او په اتڼ اتڼ یې

هغوی همدلته د هوسۍ په هیله

د ښاپیریو د پاچا ښکلې ماڼۍ کې خښ کړل

او ماڼۍ داسې په زیارت واوښته

خو د سرو زرو د مرغیو ډاګ کې

لات دیو یوازې او زخمي پاتې شو

لاس یې پرې شوی او پښه یې نه وه

د خپل کسات د اخیستلو یې غاښونه چیچل

خو یوه ورځ یې په دې دښته کې ابلیس ومونده

او چې یې لاس ورښکل کړل

ورته زنګون یې کېښود

چې ورنه کوډې زده کړي . . .

او بيا لات دېو راغی زموږ کلي ته

کلونه وروسته چې بیا زموږ کلي کې فصل د غنمو شین و

په یوه توره شپه کې

د لمر خاته له لوري

څوک را روان و د لکړو په زور

نه یې یو لاس و، نه پښه ورپورې

سترګې یې سرې سرې وې د وینو کاسې

ویښتان یې آن په زنګنو لګیدل

دا هیبتناک او ویروونکی کوډګر

مخامخ ولاړه د زیارت لوري ته

کلیوال ټول ویده وو

هېڅ څوک پرې نه شول خبر

یوازې یو ځلې د تالندې یو پړک شو د زیارت تر پاسه

خو له سهار سره سم

کلي کې داسې انګازې شوې چې هوسۍ ورکه ده

کلونه وشول او کلونه کېږي

چې هوسۍ ورکه ده او مور مې ویل :

هغه لات دیو و، چې راغلی و زموږ کلي ته

دغه کوډګر د خپلو کوډو په زور

په هاغه توره شپه کې

ښایسته هوسۍ خدای (ج) خبر چیرې بوتله

او د هغې له ورکېدو سره سم

د ښاپیریو پاچاهي کې لوی ماتم جوړ شو

کلیوال هم خپه وو

ښځو زیارت ته څېرمه

د غړو (۱ )نذر بار کړ

بیا یې د سرو او شنو جنډو ترپاسه

تورې جنډې هم د ماتم لپاره وتړلې

جومات کې ختم وشو

او ماشومانو لمر لویدو سره سم

په ویره ویره پریښودلې لوبې

ټولو به منډه کړه او پټ به شول د میندو غېږ کې

او له دې وروسته زموږ د کلي هغه مستې


(۱) غړي، یوه ډول ډبله ډوډۍ ده چې له خوږو اوړو او غوړیو څخه پخېږي او کلیوالې میرمنې يې په نذر او خیرات کې ویشي.

Also on Fandom

Random Wiki