Fandom

شعرونه

هيره

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

په عشق کې تریخ دی
خدایږو تریخ
د هېرولو فصل
یو داسې فصل چې نور
د خپلې مینې سترگې نه شې لیدی
ددې کږو وږو لفظونو مستانه لوستونکیه!
یو څه له ځانه سره فکر وکړه!
څومره ترخې شیبې دي
چې په یو ښار په یو وطن کې مساپر شې
ورک شې
خپله خوږه مینه له لاسه ورکړې
هره شیبه ورته لوگی شې
ورته وځوریږې
هغه هم وسوځي لمبه لمبه شي
خو د کافر ژوندون
د جبر شیبې
هغه له تا او تا هغې نه ورک کړي
هېڅ څوک پوهیږي نه چې :
زه ورته څه وایمه
هېڅ څوک زما د زړگي زخم - زما دردنه ویني
آه! چې زه څومره نن یوازې یمه
لکه بیابان کې یوه وچه ونه
یا په ځنگله کې یو ورک شوی سړی
خدایزده چې زما هغه ښایسته محبوبه
چې اوس په اوښکو زما څېره له خپل زړگي نه توږي
او غواړي زه یې هېر شم
_ څومره یوازې او غمجنه ده اوس _
هغه په دې لویه دنیا کې اوس یوازې ده
بیخي یوازې
لکه آدم نه ورکه شوې حوا
لکه له سیله پاتې شوې هیلۍ
موږ دواړه جبر د ژوندون وهلي
غواړو یو بل مو هېر شي
څومره ظالم بشریت!!
څومره بې درده خلک!!
څومره بې زړه وگړي !!
څه بې پروا انسانان !!
ټول لا ژوندي دي
او لا سا را کاږي
عجیب بې حسه جهان!
لمر لا سوړ شوی نه دی
اسمان لا نه پریوځي
زمکه لا نه چوي
او لا اور نه اوري
عجیب ظالم ژوندون دی
زه او جانان یو بل نه بیل يو
سره نه شو لیدی
موږه محکوم یو چې یو بل هېر کړو
خولا قیامت نه راځي
خدای خبر ولې ؟
موږ یوازې
دخپل درد لپاره
همدا کمزوري دوه یاران پاتې یو
غبرگولی 29 مه شپه 1387
كابل

Also on Fandom

Random Wiki