ويکي شعرونه
Advertisement

بخت ګوره چې ستوری او سپوږمۍ زما په واک کې ده

څومره بختور یم ستا خولګۍ زما په واک کې ده

څه که مې تیارو کې دغه خپله رڼا ورکه شوه

ستا د خوږ وجود دا ډیوه ګۍ زما په واک کې ده

مه وایه چې زه دې د نظر له دایرې لرې یم

لا دې د خوبونو دنیاګۍ زما په واک کې ده

خیر که دې حالاتو مانه خپل وجود هیر کړی دی

ستا زړه کې اوسیږمه نړۍ زما په واک کې ده

کله به همزولو کې ښکاره جانانه ووایې؟

هاغه د هادي د زړه مرغۍ زما په واک کې ده

۲۲ اپریل ۲۰۱۲

سیډني

وېشنيزه:عبدالهادي هادي وېشنيزه:شعرونه ه

Advertisement