Fandom

شعرونه

واخلم

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

لاس مې دى ژوبل ګوتې وينې ستار څنګه واخلم
په دې زخمي،زخمي لاسونويې تار څنګه واخلم
دياقربان چغو مې غږ دى كښېنولى اشنا
سندرې څنګه كړم راپورته زار ، زار څنګه واخلم
ملګرو ماته هېڅ د دې خبو چل نه راځي
چې له دې نورودخپل وار په يو وار څنګه واخلم
غزله چپ شه غلى كښېنه حياډېره راځي
په دومره خلكو كې زه نوم دنګار څنګه واخلم
 زه غېږه ،غيږه مينه غواړم څوك يې نه راكوي
په دې نفرت ، نفرت جهان كې دا بار څنګه واخلم
هلته مې ساندې دي دپورې غرو په ورونو خورې
ملګرو غېږه ګكې مخموره ستار څنګه واخلم
 
فطرته ښۀ ده چې ته يې پيالې راكئ د غزل
ګڼې خرڅېږي نه دا مئ په بازار څنګه واخلم

Also on Fandom

Random Wiki