ويکي شعرونه
Register
Advertisement

ایشو !ګوتې،اونور غړي مو ډالۍ وړم
اخاه ! دکشتار ګروپ درلیږم
اخ ! دلته عیسویان روزم
ارمان ! قران مو سوزم
هی هی !په ماشومانو مو تیری کوم
اوهو ! دشپې برید درباندې کوم
وۍ ! بې ګناه مو وژنم
افسوس! مړي مو سوځم
واچ ! نور څه درباندې وکړم
اوه! په بولو مو لمبوم
اې خوارکیه !
اې افغان ګیه!
شکرمشران مو زما مرییان دی
شکر ډالر خوران مو زما مرییان دی
ټاب ! په ورور دی وژنم
اوپ وای ! ورور په تا وژنم
اوسوز ! څه درلاندې وکړم
وایه ؟؟
هی ! هی !
څه درباندې وکړم؟
اخ !
واخ !
وایه ؟؟
اخاه ! څه درباندې وکړم
دریغا ! څه درباندې وکړم؟
اخ ! اوپ! اخاه! وۍ!
اخ وی!!!!

وېشنيزه:محمود نظری وېشنيزه:شعرونه ا

Advertisement