Fandom

شعرونه

واورين لاسونه

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

واورې د بـاغ پـه اوږو اېـښــي دي ســاړه لاســونــه
په تشو څانگو كې لوېدلي دي سپاره لاسـونه

د واورې سپيـن څـادر په سر په درانه خوب ويده دي
كنگل رانغښتي دي راڼه ، درانه درانه لاسـونه

وخت د موسـم په سـپينه خوله سپينې خبرې كوي
ونـو تـر زنـې ورتـه اېـښــي دي كــاږه لاسـونه

شــمـال د څـانـگو پـه رگـو كـې څـه نـغـمـې غـږوي
د ژونـد ربـاب تـه ښــوروي خـواره واره لاسـونه

بيا به سپرلى شي او د باغ غوټۍ به پېغله شي بيا
له ښكلې ملا نه به يې تاو كمه د زړه لاسونه

۱۹۹۱ نوامبر

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on Fandom

Random Wiki