FANDOM


ځان زما په واک کې دي زړګی زما په واک کې دی

دلته په دې سيمه کې يو دی زما په واک کې دی

ستړی به شې يار زما نه نه شې خپلولي ته

اي رقيبه دا جانان په خدای زما په واک کې دی

نن يي راته ووېل چې خزان که پسرلی دې کړم

تا باندې خزان او پسرلی زما په واک کې دی

ته چې وايي نه يي اخلم ويي ساته ساتم يي

داد ليوني زړګي غمی زما په واک کې دی

ورشه په غرور خپلو همزولو ته دا ووايه

دا ملنګ تړون دا ليونی زما په لاس کې دی

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki