Fandom

شعرونه

وخت و داسې وخت و چې مهار زما په لاس کې و

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

وخت و، داسې وخت و چې مهار زما په لاس کې و

ستونی د رقیب، او زړه د یار زما په لاس کې و

دا خبره نه وه، چې به کار زما په لاس کې و

کار د هر سړي و، ابتکار زما په لاس کې و

ته هغه ګوډۍ وې، چې اسمان در باندې ښکلی و

زه هغه هلک ومه چې تار زما په لاس کې و

ښکلي مې تابع ول، او له دغه برکته نو

یو مخې د زړونو کاروبار زما په لاس کې و

ما به چې ګلونه لمسول نو یو رقیب و چې

هر ځلې به تللی لکه خار زما په لاس کې و

چا چې به یې قد تر خپله حده پورته وګاڼه

کاڼی به یې سر ته انتظار زما په لاس کې و

ته وې زما مېنه، ستا په زړه کې اوسېدمه زه

زه د ښار امیر ومدغه ښار زما په لاس کې و

غر وم، د سیند غاړه وم، د ښکلې درې ډډه وم

لمنځه، که نښتر و، که چنار زما په لاس کې وو

تل مې غبرګولې، را وتلي او تېرې څوکې

تل به یو سټک - لکه نجار - زماپه لاس کې و

بد کوو چېداسې په وهمونو باوري یو تل

بد کوي چې وایي، چې غبار زما په لاس کې و

ښه ده چې دا ښکلې بلا عذر شوه، قرار او

ښه ده چې یو زړه ورته تیار زما په لاس کې و

Also on Fandom

Random Wiki