Fandom

شعرونه

ورانې مې جونګړې نه کړې

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

جوړې د زړۀ پۀ کنډاؤنو مې لوخړې نه کړې

ګرانه! د عشق د کلي ورانې مې جونګړې نه کړې

کۀ هر څو ډېر لرې ئې، ډير درباندې زۀ ډاډه يم

چرته د ډاډ دا شيش محل مې دړې وړې نه کړې

نن بۀ رقيب ته ستا پۀ کسو کې خپل ځان ښيمه

نن آئينې چې د انکار پۀ دُوړو خړې نه کړې

مونږه تکل د پاکې مينې د مزل کړی دی

نفسه! پۀ لار چې د هوس جوړې چقړې نه کړې

ما هم د عشق د جالې نوی نوی پر وهلی

باده! وړې وړې وزرې مې پرخړې نه کړې

خپلې دې ورکې کړه فیروزه چې دې حق ادا شي

هيرې د نورو چې وړې وړې ښيګڼې نه کړې

Also on Fandom

Random Wiki