FANDOM


وران دی ګلستان دې ای بلبله ! د پښتون د باغ

نوم د رقيب ليک دی په هر بوټي د مجنون د باغ

خوار او زار بچي دې بې هنره بې کماله دي

غوږونه يې دي کاڼه لاسونه شل سترګې بې پرکاله دي

لال ډوب دی ايرو کې او مرجان پروت دی په خاورو کې

زوی د شهباز ګرځي چمړۍ خوري په سيل د واورو کې

پاڅه ای ځلميه ! مستي توره او ايمان واخله

شړق شه، اور شه، تندر شه او نر شه خپل جانان واخله

توره دې راواخله ننګ پښتو او اسلام پورته کړه

له خپلو مستو سترګو دې نامه د غلام پورته کړه

پاڅه ننګياليه ! نن دلبر او جانان وګټه

نوم د پښتون وګټه ناموس د افغان وګټه

ټول جهان حيران کړه د خپل ځان په تماشا

اې د احمد ځويه او بچيه د شېرشا!

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki