Fandom

شعرونه

ورقونه لټومم د هر مکتب

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

ورقونه لټوم د هرمکتب

پکې غواړم خال وخط د خپل محبوب

يا تنور دی يا دوکان د آهنګرؤ

چې په عشق کې تصور کړم خپل قلوب

په خندا خندا ځان اچوي بل اور ته

خداي څوک مه کړه په جذبه د عشق مجذوب

زه چې غم د مهرويانو را په زړه کړم

له دې غمه لاړ شي زړه راڅخه ډوب

ګوره څرنګ عشق آسان کړه

ؤ عاشق ته دا مشکل مشقتونه د ايوب

په ژړا ژړا تر هسې حده راغئ

چې ځان ړوند کړؤ په يوسف پسې يعقوب

عشق دی دا چې معشوقه شوه ؤ عاشق ته

ښه رُخسار د مهرويانو په اسلوب

هغه څه پوښتې له هجره له وصاله

چې په خپله هم مُحب شي هم محبوب

چې نظرئې له صورته په معنی کړه

و رحمان ؤ ته يکسان شو زشت و خوب

Also on Fandom

Random Wiki