ويکي شعرونه
Advertisement

نور هر څه پای ته رسیدلي عشقه!

نور به هېڅکله د هغې سترګو ته ونه ګورم

نور به هېڅکله د هغې له نفسونو سره ګام وانه خلم

او پرې به یې نه ږدم، چې خپل سر زما پر ولي کېږدي

نور هر څه پای ته رسیدلي عشقه!

نور به پر زړه د صبر غټه تېږه واړومه

هېڅ څوک به ونه ویني

چې زه خپل زړه سره پټ څومره ژاړم

زه به خپل زړه بدل کړم

کیدای شي هېره مې شي

ماکې کوم څه ماتېږي

څوک مې له روح څخه پوښتنه کوي

داهر څه ولې پېښ شول؟

وروستی ماښام، چې له هغې سره وم

د بیلتانه کیسه یې خپله وکړه

اودا چې څنګه به سفر وکړي له دغه ښاره . . .

او ښايي سترګو یې په خپله راته وویل، چې :

نور هرڅه پای ته رسیدلي عشقه!

های د نړۍ ټولو مینو زړونو

یوازې تاسو د وروستي ماښام په راز پوهېږﺉ

یوازې تاسو د وروستۍ خدای په امانۍ پرمهال

د مین غم پېژن'ئ' . . .

نور هر څه پای ته رسیدلي عشقه!

نور به هېڅکله دهغې سترګو ته ونه ګورم

او دا به ونه ګڼم :

چې عشق د ژوند مانا دی

۲۳حوت ۱۳۸۱

وېشنيزه:عبدالغفور لېوال وېشنيزه:شعرونه و

Advertisement