ويکي شعرونه
Register
Advertisement

د هجر لويه دښته وه جانان راځنې ورک شو
کاروان په ټپه ودرېده څاروان راځنې ورک شو

دخړې کېږدۍ غېږه کې کوچئ وه لاس تر زنې
ويل غرقه مې رمه شوله چوفان راځنې ورک شو

دشنه ګودر په غاړه يوې پېغلې راته وويل
منګى مې ډکاوه چې سور پيزوان راځنې ورک شو

١٤ – ٣ – ١٣٧٨

وېشنيزه:سميع الله تړون

Advertisement