Fandom

شعرونه

ورېښمين شعر وييونه

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

پرېږده، تورتياره برخليک مې، وټوکي لکه سپېدار

سپينې سپېدې بيا

د سبا څراغ مې وڅښې، وروستی څاڅکی د ننځړو

د تورې شپې بيا

ونغاړي چې تر گلکڅه، د ژغورتيا د

واټنونو تـــنابونه

نه کړي ښکېل د ژوند بېړۍ مې، د نېپتون نوح

توپاني مستې څپې بيا

څو به سوزم د نيمسسو، نمرودانو د کسات

په سـرو لمبوکې

خليل وزمه پسرلی مې، پر مخ پرانېزي د سرو

گلو باغچې بيا

د حجاج و هلاکو، څېرې مې ووځي، د تاريخ

له سرو يادونو

چې و نه بهېږي نورې، د بلهارو بېگناه

ويـنو ويالې بيا

چې اسمان دي سپمولي،ترې د لور و خواخوږۍ

اوښکې تر اوسه

کوشېر واخلې د نانډولې، زمانې له لاسه

ماتې اينې بيا

لکه پرخه له نېستيه، را په برخه چې هستي

جاوېداني کړي

شي د لمر مزدک پر لوري، بدرگه مې ژوند بښاندې

پلوشې بيا

مه شه هېڅکله راتاندې، نورې څړيکې

د ناورو پرهرونو،

نه چې شي مې د ورېښمينو، شعروييونو پر اوږو

بـــــــــاندې درنې بيا!


اکسفورډ،'٣١'-'١'-'۱۹'٩٧

Also on Fandom

Random Wiki