FANDOM


څومره ښه په چل راشي وزانګي را وزانګي

تاب ترې بارودي دوړې غېږه کې په زور يوسي

وړکې له کابل راشي و زانګي راوزانګي

وکړي فاتحه د ګل تاندو تاندو لښتوته

څانګې له بلبل راشي وزانګي راوزانګي

زيړ مازيګرى شي تېر روح رانه جانان يوسي

خوب کې عزرايل راشي وزانګي راوزانګي

څو بدرنګ مې وژړيې څو ښکلو ته وخاندم

خيال ته مې غزل راشي وزانګي را وزانګي

ښکلي جنتي ناست دسين په غاړه وي

حورې له ځنګل راشي وزانګي را وزانګي

خوار ” تړون “ د يار چم کې تش کچکول په لاس ګرځي

ستړى له مزل ر اشي وزانګي را وزانګي

خالق چې کړه پيدا زړه غزلبول يې را له راکړ

پوره د ليونۍ مينې په تول يې را له ر اکړ