FANDOM


زه دې سرسام شم زه مړ شم زه دې وسوځمه
خو چې ستا غاړې ته دانه ، دانه لونګ راوړم
شنې کروندې ته خپلې وينې ورکومه اشنا
چې ستا لاسونو ته ترې پاڼې د ا ترنګ راوړم
کلى دې ما په کاڼو نه ولي رقيب دې ولي
که دا رقيب وي زه به تل کلي ته جنګ راوړم
زه د ښامار له زهرجنو ژامو نه وېرېږم
خو د بلبل له دردونکې ترانې وېرېږم
زه دومره کلک يم چې ډبرو سره سر جنګوم
خو له حالاتو له دستور او زمانې ېرېږم
چې ما د بل وطن امير دخپل وطن امير کړي
راتلونکي نسل ته له داسې افسانې وېرېږم
زما دورور په وينو سور تند ى مې نه هېرېږي
خوښه ده خداى (ج) زموږ همدغه شانه سر غواړي
ټوله نړۍ راخوزېدلې ښکته پورته ګرځي
خلک چې وخوزېږي خير غواړي د وى شر غواړي
هسې نارې دي ګنې دومره زورور خو ندي
فقط يوځاى په يوه غږ الله اکبر غواړي

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki