FANDOM


چی احساس در سره خپل وطن پردی وي

زړه چی سخت کړې هم له کاڼي خو نری وي

د ټټر په کرونده کې بېګانه تخمونه شيندو

خپل کرلی ګل خو ځکه راته پوندو کې اغزی وي

د هر زړه په هديره کې د دنيا غمونه ښخ دي

خو دا يو نيم پکې هسې په رښتيا سوری سوری وي

د پېزوان ماتې پرې مې د خپل وخت سندرې وايي

هر يو يار مې تښتولی له چارګله سور غمی وي

ښکلو پېغلو د وطن خو رښتيا ټال د لونګين کړی

دا تنکی تنکی ځوانان دی درنه هم لوګی لوګی وی

دخپل خيال په أينه کې چې ستا هر تصوير له ګورم

لکه هر يو چې لوټ کړی د وطن هر پسرلی وی

پدې دومره لوی وطن کې خلکو څنګه هوښيار نشته؟

چی زمونږ په سر نازل شی يا به غل يا لېونی وی

ددې بورو مېندو سوال به الله کله نور منظور کړی

چی د هرې تيږې لاندې دا زمونږه خوار تندی وی

مونږ د ورک تاريخ له پاڼو دايو څو ټکی زده کړی

دامان غوندی غازی له قوم تړلی تل پټکی وی

چاچی ژوند په حقيقت کی له وطنه قربان کړی

له هغونه دې شينواری څو څووارې سپېلنی وی

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki