FANDOM


د ظالم لورې سلګۍ مې ولې شمارې
مینې ستا راباندې وکړې دهغه چارې

له رقیب نه خو ته ډیره ورته خاندی اا
چې مې ګورې د زړګې د وینو دارې

ما چې تاته په بڼو جارو کولې
ووتې د تلو راتلونه هغه لارې

پټوې یې تورو څڼو کې له ما نه
 ما ونه لید لې ستا سترګې خمارې

ما پرې ډیره خوارې وکړه شومه ستړی
له کږو تیږو نه نه جوړیږي بارې

ته چې ځې ترینه (مالکه) اوس باړې ته
د تیرا ګورګرې چا باندې ته سپارې