Fandom

شعرونه

وم ولاړه هدیره کی

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

انجلۍ ومه ماشومه
ددانیا له غمو لری
ګرځیدمه په کوڅو کی
له سحره ترماښامه
کله لوبی مو کولي
یا د سترکو پټپټوني
یا کوډۍ می کینولي
یا خوړل به مو ټالونه
بیابه څوک په کوڅه راغی
کړه مستې به ېی را خرابه
بیا به ما سره همزولو
دکوڅې په کوز یا برکی
تمبلونه ډبولو
بی پروا وه له دنیا نه
شپی دارنګ سبا کیدلی
خو یو ماښام هم داسی راغی
ناخبره یو ماتم شو
هر خوا ته شوه کردونه
زوړ او وړ منډې وهلي
لوپټي له ښځو پاتی
دوی سرتوره حغلیدلی
زه هم نورو سره یو ځای
شومه ورکه په ګردو کی
هر چا خپل کورته کړه منډه
زه هم خپل کورته راهی شوم
مګر نه می وه جنګړه
نه په ونو کی ټالونه
نه کوډی نه نه تمبلونه
دې وحشی او ځناورو
په کمان دترهګرو
په بمونو لولپه کړه
نه مې مور وه
نه می خور وه
نه می پلاروه
نه ورورکی
نه دکور وه کومه نښه
زه د شنه اسمان دې لاندی
په سلګو سلګو یواځی
بی اسری اوبی جونګړی
بس لوی څښتن په هیله
وم ولاړه هدیره کی


خاطره : دا یو ازاد شعرده چې ده زړه له درده مې ویل ده کله چې پردیو طیارو زمونږ د هیواد کلې بمبارکړل دا شعر می ذهن ته راغی او ومی لیکه

Also on Fandom

Random Wiki