FANDOM


راغلې څۀ په مينه د لمر وړانګه وه تر كلي
پرېوتې په هر كورلكه ګل څانګه وه تر كلي

حېران اووم چې له غره نه يې بچي وو چا راوړي
راغلې دشپې سر كې يوه پړانګه وه تر كلي

جانانه داچې نن يو څو غاثبو لولپه كړل
همدغه رسېدلې مونږ ته پانګه وه تر كلي

زما او دهغې دكور تر منځه هغه لاره
پرته لكه نرۍ غوندې تړانګه وه تر كلي

نظيره اوس د ستړي ژوند كيسه چاسره وكړم
ها نه شته چې به ناسته تر چرګ بانګه وه تر كلي

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki