Fandom

شعرونه

ويده

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

نه ژړا اوري نه د وينو ورځي بوى ويده دى

هر يو وګړى مو په ويښه لكه سوى ويده دى

تمه ترې مه كړئ چي د مينې انقلاب راولي

د چا چي زړه مړ، ضمير غلى او په خوى ويده دى

پښتون بابا ورته بدي ده د خپل ورور پرېيښې

ځكه تر اوسه په درانه خوب يې لا زوى ويده دى

په ناپامۍ كې ويښې شپې جانان په ما تېروي

ماشوم زړګى يې لا په مينه نه دى پوى ويده دى

يو څو لوټمارو ترېنه سوله يووړه ژوند يې چور كړ

مګر د كور مو لا تر اوسه ساتندوى ويده دى

چي نه يې غم شته باركواله! نه يې درد په زړۀ كې

ورور مي له بده مرغه څنګ ته د هغوى ويده دى

۱۲ اپرېل ۲۰۱۱م كال

كوټه

Also on Fandom

Random Wiki