Fandom

شعرونه

ويده دنيا

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

چې په خندا ورته د خوږ زړه پرهارونه نشي
چېرې دې هم ستا د ښايست غوټۍ ګلونه نشي

راشه مظلوم ژوند مې په يو نظر يوه لمبه کړه
چې په ظالم زړګي دې پاتې آرمانونه نشي

وړې مې د روح جنازه چېرته د خندا په اوږو ؟
په وینو سره دې ترې شینکي شینکي خالونه نشي

د نظر غشی مې په زړه باندې په پام وروه
چېرته زخمي پکې دا ستا نازک خيالونه نشي

ویده دنيا ، ای د سائل قلمه مه لړزوه
د فريادي اوښکو مات ستوري تندرونه نشي

Also on Fandom

Random Wiki