FANDOM


يا ربه چيرته دي خواږه خواږه بچيان زما
يا ربه چيرته دي تکړه تکړه کوچيان زما
يا ربه چيرته دي د روغ زړګي جهان زما
يا ربه څه شو هغه دين او ټينګ ايمان زم
چا په عجمو په عربو په ايران خرڅه کړم
چا په ګاونډ کښ په ناولي پاکستان خرڅه کړم
چا په روسيانو پليتانو په ميدان خرڅه کړم
چا امريکې ته د ډالرو په ارمان خرڅه کړم

ګيله دچا نه وکړم خدايه زړه مې درد کوي نن
خرڅه بچو کړمه څو ځايه زړه مې درد کوي نن
داسې شوم ولې بې حيا زړه مې درد کوي نن
سپکه زه ډيره شومه خدايه زړه مې درد کوي ن
يا ربه څه شو بيا هغه د زړه ارمان زما
يا ربه چيرته دي دشنه شنه باغ ګلان زما
يا ربه چيرته دي هغه زاړه کوچيان زما
يا ربه څه شو غيرتي مټي ځوانان زما

يا ربه ولي تش دې نن د جنګ ميدان زما
يا ربه چيرته دي هغه اتل زمريان زما
يا ربه راولي د خاورې عاشقان زما
يا ربه ورک کړې دا خاورې دښمنان زم

02/12/2008

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki