ويکي شعرونه
Advertisement

يا مي له کلي نه بهر اوباسی
يا مي د زړه ځني دلبر اوباسی

وايي چي لمر په ګوتو نه پټيږي
يا خو ټول کډه شي يا لمر اوباسي

نن به ګودر کی ورته بيا دريږم
شابی راټول شي بيا لښکر اوباسي

زه هم غرور لرم پښتو لرمه
يا به مي روغ له تنه سر اوباسي

هلمند شيرزاد هم په خندا قبول دي
دديدن وروسته يي که ځيګر اوباسي

وېشنيزه:هلمند شېرزاد وېشنيزه:شعرونه ي

Advertisement