ستا تورې سترګې چې اشنا ګورمه
زه په کې ټوله افريقاء ګورمه
راکړه دا سرې شونډې چې ښکل ئې کړمه
سره په کې خپله ايشياء ګورمه
ماته ګډېږه ښوروه څڼې دې
ستا په ګډا کې اُروپاء ګورمه
په کبر مه اړوه څڼې شاء ته
چې په کې ښکېل اسټرالياء ګورمه
د اداګانو په څپو کې دې زه
له نازه ډکه امريکاء ګورمه
سړېږه مه چې په سړښت کې دې زه
کنګل کنګل انټراکټيکاء ګورمه
په دې ګڼم (سرتېر) نېکمرغه خپل ځان
يوه څېره ټوله دُنيا ګورمه
وېشنيزه:عبدالوهاب سرتېر