Fandom

شعرونه

يوې لېونۍ په تصوير زړه بايللی

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

یوې لېونۍ په تصویر زړه بایللی
یوې شهزادګۍ په اسیر زړه بایللی
 
یوې نامرادې ښایسته هندکې
په یوه ملنګ د اجمیر زړه بایللی
د ښایستونو او رنګونو د ښار
د پاچا لور په فقیر زړه بایللی

ته خو په خپله یې تقدیر د مینې
دا خو په خپله تقدیر زړه بایللی
 
شاعر خو خپله زړه په لاس ګرځوي
تر اوسه چا په شاعر زړه بایللی؟
 
د ښکلا ښار دې عشق پر سر اخیستی
پاچا مین دی، وزیر زړه بایللی
 
موږ ستا په زلفو، خو په اصل کې مو
په ځولنو په ځنځیر زړه بایللی
 
قراره تا ساده خو تل دغسې
د خپل یوه خوب په تعبیر زړه بایللی

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on Fandom

Random Wiki