Fandom

شعرونه

يو شمع مې تصور کې ستا د مينې کړلو بل

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

يو شمع مې تصور کې ستا د مينې کړلو بل

رڼا يې کائيناتو کې خوره شوه په يو ځل

په ستورؤ کې خوره شوه تماشا زما د مينې

يو زه شوم وفاداره چې جهان راته کتل

جونګړه مې د سين په غاړه جوړه کړه ځنګله کې

رڼا کې د سپوږمی مې ښکلي مخ ليد لکه ګل

غذا مې وه ستا مينه او اوبه مې خپلې اوښکې

عجيبه فلسفه کې چورلېدم لکه بلبل

دنيا مې وه رنګينه په سوزونو او سازونو

يو ژوند ؤ چې د سين څپو کې وروسته وړاندې تلل

دا ته وې او که ژوند ؤ راته خوږ چې ټول جهان شو

خواږه ترخه مې خوښ شوه هم ژړل هم مې خندل

زه تا پسې روانه مرګی ما پسې روان

په دې مقابله کې زده کړه ما د غم زغمل

د سين هره څپه راته د تېر ژوند افسانه شوه

وږمه ورپسې راغله ويل امېد کړه په ازل

نغمې وې د مرغانو عظمتونه ؤ د غرونو

د ونو مقامونه په هر پاڼه يې ليکل

تېر شوی په دوی باندې خزانونه بهارونه

سبق يې ماته راکړو سوز او ساز کې پايېدل

عجيبه فلسفه ده هسې نوم ئې دی ستا مينه

که څوک پکې اوسېږي که راځي او که ترې تلل

که غم دی که ښادي ده يو تلاش د محبت دی

ژړا ده که خندا ده ورکول که راکول

دا بحر دی بهېږي زما او ستا د مينې کور دی

زه ژاړم درنه غواړم په دې غاړه يو محل

تا زما د ضد د پاره محل جوړ په افسانه کړ

ستا مينې داسې يوړم چې ستا غېږ شوه تاج محل

آواز د سيند د غرو په انعکاس کې راغی غوږ ته

چپه را باندې راغله او په ما يې وخندل

وېل تېر دې کړه دېرش کاله درې دپاس لا هوس کړې

را پاڅه مازديگر دی بلبل تا باندې ژړل

سارا په صحرا سر شوه خو منزل يې دی ورک کړی

قدرت ته په حيرت شوه چې دا څنگه جوړول

Also on Fandom

Random Wiki