ويکي شعرونه
Advertisement

ستنه شوې ودې خندل
سردې زماپر ټټر کېښود
زما دزړه درزادې وا وریدله
اې!
دې ماشوم بیا درته غوږ کې څه ویل؟
زه خو دده خبرې نه منمه
دی چې له ما خپه شي
په پټه، ټولې ګیلې تاته کوي
پام کوه!
دالیونی هرڅه وایي
ګوره خپه چې نه شې.
ستنه شوې ودې خندل
زما تاوده نفس
داستا پر ښکلي وچویلی را پروت وربل دانه وانه کړ
ستا د بدن عطرو مې ذهن ته جنت وښوده
مګر رښتیا ووایه!
چې زما د مټو منځ کې
ولې د پاڼې په څېر وریږدیدې؟
ستنه شوې ودې خندل
چوپتیا خو ره وه
او ما وتا دخپلې مینې لاره ونیوله
دواړه سوچونو کې ډوب
خداى خبر څومره ډېر مزل مووكړ
چې ستا د ښكلي غږ خوږې زمزمې
د سکوت سپینه آیینه ماته کړه
پوه شوم ګیله دې وکړه ودې ویل:
چې ستا د ګوتو د شوخۍ له لاسه
زما غوږ والۍ خدای خبر چېرې رانه ولویدله
وګوره غوږ مې تش دی
زه بې ځوابه هک حیران پاتې شوم
خدایزده زما سترګو کې دې څه ولوستل
چې را ستنه شوې راته ودې خندل

وېشنيزه:عبدالغفور لېوال وېشنيزه:شعرونه ي

Advertisement