Fandom

شعرونه

يو ټاپو د جذاميانو

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

څه ماڼۍ د نازولو شوې کوڅې د دروېز ګرو'

'څه '''''لوی ښار مو د حسینو جوړمالت شو د سوالګرو'

څه درنې درنې شملې مو شولې لپې د کپ سوال ته'

'غرونه غرونه لوپټې مو نن ګرو شوې په جوازګرو'

هر زر ګرمو آهنګر شو جوړوي په غبرګو لاسو'

'له نتکیو نه د ښکلو تور کچکول د قلندرو'

په لاسو کې د سندرو زولنې شوې د ځګیرویو'

'د رباب د شرنګ حجره مو شوه جونګړه د کوډګرو'

زه بې وسه بې ګرېوانه، چېرې وساتم ستا اوښکې

'' 'رانه یووړې مرغلرې ها پردیو سوداګرو'

کلی نه دی هدیره ده یو څو مړي په کې ګرځي

'' 'نه ګودر شته نه منګي شته نه کتار یې د دلبرو'

ته خو راغلې خو شه چینې خو سږکال مو فصل سوی'

'نه غنم شته نه یې وږي نه یې مینه د لوګرو'

له ټاپو د جذامیانو په ړندو سترګو ور ګورو'

'هېڅ کښتۍ چېرې رانه غله نه بادبان د درمانګرو'

که د مینې کیسې غواړې زما د سترګو کتاب پټ کړه

'' 'نه چې اور درشي جانانه له نارونه د نهرو'

موږ د مینې لیوني وو، ټول وطن مو لیونی کړ'

'اوس څوک نه ولي په کاڼو لوی کاروان د سرببرو'

Also on Fandom

Random Wiki