يو پياده د حسن دې اشنا څنګه شامات کړمه
زړه د چا شاعر وم د بنګړي غوندې دې مات کړمه
ستا د ياد غزل به په شډلو تورو نه ليکم
جوړ به له نرګسو له ګلابو نه لغات کړمه
تريخ د کلاب ګل ومه خو تا په غېږ کې واخيستم
اوس مې ، ملکې په خلکو خورې زه خو دې شات کړمه
ما سره ياري به ستا د حسن طالبان کوي
عشق د ابدالي يم تا به رام لکه هرات کړمه
اوس يې د حافظ په غزلونو کې په فال نيسم
خدايه ! وايه تا مين په څه شاخ نبات کړمه
ټول به مې د عشق د پيغمبر امتي ومني
تا چې يو حديث د پاکې مينې د مشکات کړمه
لږ شه پښه نيولي د "کاروان" د تخيل سروش
زه چې د خپل زړه دننه مات لات و منات کړمه
پېښور، ۱۶/ ۱۲ / ۱۹۹۵
وېشنيزه:پير محمد کاروان