Fandom

شعرونه

يښى مې سر ستا په څنګل واى

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

هره شېبه راسره مل واى
پروت دې زه هر وخت په محل واى
كه نصيبونه په ځنګل واى
ما به داخپل نصيب په اور سېزلى اونه

اور به پرې ولې نه بلېږي
چې يار يې بل سره خندېږي
څنګه به زړونه نه زورېږي
ښكلي به ولې نه ژړېږي
چې بې وفايې په زړه يښي وي داغونه

لالى مې كلي نه روان دى
قسم دى ځان نه راته ګران دى
زما جانان زما جانان دى
څنګه نرى ، نرى باران دى
دپسرلي بادونو وسپړل ګلونه

يو دې شين خال پاس په جبين دى
زما زړګى ورپسې شين دى
دامازديګر څومره رنګين دى
ستا په دعا زما امين دى
خداى دې له بدو سترګو وساته مينه

سترګې دې سرې كجل پرې پورې
په مينه ، مينه راته ګورې
ته خو زما دسترګو تور يې
زلفې دې مه لڼډوه نورې
مار چې لنډى شي دوه سره خوله لګوينه

راغلې زما دزړه له طوره
څومره خائيسته يې لكه هوره
اى د كاكا زويه تربوره
مخ خو دې ډك د خداى له نوره
زه د ثواب لپاره خوله پرې لګومه

Also on Fandom

Random Wiki