Fandom

شعرونه

ټال

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

ستا د نوم له تورو به پنځه پاڼې ګلاب جوړ کړم

تا ته به ټال واچوم له ستورو به تناب جوړ کړم

څوک څراغ راواخلي تا زما په زړه کې وګوري

ژر ورته بانه جوړه او ژر ورته ځواب جوړ کړم

لا مې څه ویلي نه دي، لا خو ډیر څه پاتې دي

زه به ستا د حسن د غزلو انقلاب جوړ کړم

زه به پکې سر لګوم ، تا ته ریاضت کوم

ستا د پښو له خاورو به مې ځان ته شین محراب جوړ کړم

زما د ذهن پاڼو نه د تا تصویر راووځي

پریږده د ښایست هرې جلوې نه دې کتاب جوړ کړم

یاره که هادي له دې حالاتو ژوندی ووتم

ستا شونډې به ښکل کړمه رقیب ته به عذاب جوړ کړم

Also on Fandom

Random Wiki