FANDOM


بيا يې زلفې په سپين مخ باندې ټالۍ کړې
خدايه کوم يو ليونى به پرې زندۍ کړې

يار ترخې خبرې زغرو کې راتاو کړي
بيا يې ماته په ترخه ژبه ډالۍ کړې

ګرانه ستا دچم اغيار اوس راخبره کړه
چې مې بار دماتو هيلو سره ډولۍ کړي

چې ارمان يې شو پوره سر يې سرتور کړ
خدايه ولې په ښېرې دا لېونۍ کړي

ما به ستا نوم پرې ليکلى وى جانانه
خو ا غيار به د چينار تنه سورۍ کړي

زبه هم څپلۍ د اوسبنو په خپو کړم
ستا دمخ چې سترګې عادتونه دبدرۍ کړي

کبر جن اشنا دې خپل حسن ته خاندي
ليونى ” تړون “ ور پرېږدئ چې سلګۍ کړي

کونړ – ٢٨ – ١ – ١٣٧٩

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki