FANDOM


سر تر پایه سره لمبه سوم روغ زړګی مي سوی سکور سو
نه ايرې نه مي دود ښکاري بل را باندي څنګه اور سو
نه لمبه مي سوه خاموشه نه رڼا دا تياره کور سو
په نارو مي ګل ويښ نه سو څه عبث مي د خولې شور سو
آه سپېره لو هديره ده ټوله مړه دي – ټول مړه دي
که زاړه دي که واړه دي دلباخته شيدا بلبل وم
کړه پر ګل مي اوازونه سحري نغمو کښې ګل ته
راوړه ما پټ الهامونه ما وې زه به ګل خبر کړم
د خزان له شواخونه ګل ويده غماز راپاڅېد
زما يې مات کړل وزرونه له صياده چاته زار کړم
چي بندي يې د قفس کړم ټوله مړه دي – ټوله مړه دي
که زاړه دي که واړه دي پرون ګل سره همراز وم
نن يې بوی موندلای نه سم چا له سېله را جلا کړم
خپل همزولي موندای نه سم وزرونه يې را مات کړي
په هوا الوتای نه سم ژبه تېزه لرم خوله کي
خو ازاد ږغېدای نه سم غمشريک ياران مي ولاړل
زه تنها پاتېدای نه سم ټوله مړه دي – ټوله مړه دي
که زاړه دي که واړه دي بڼ خالي له زوږ او شور سو
اواز نسته د بلبلو خالي وراني پاڼي ژړي
سرخي والوته د ګلو نه به بيا د ګل لمن وي
چي يې نيسم په منګلو نه غيبي قاصد به راسي
چي احوال راوړي د تللو نه ملګري سوه راپاته
د خپل زړه د راز ويلو ټوله مړه دي – ټوله مړه دي
که زاړه دي که واړه دي ښه دی ښه چي ګل تالاسو
له خزانه به څه وايم جوړ بهار پرما خزان دی
چي قفس کي مبتلا یم آه صياده له سخته دله
لا به څو په واويلا يم له ازله بد نصيب يم
داسي نه چي ن پيدا يم څوک مي نسته چي مي یاد کړي
بېنوا يم – بېنوا يم ټوله مړه دي – ټوله مړه دي که زاړه دي که واړه دي

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki