FANDOM


وائی چه بیا ټولټاکنی کیږی
څونورغله به کابینه جوړوی
دبوش اچارونه مزه تللی ده
نوی اجاربه اوبامه جوړوی

مونږ په تاباندی خپه یو مشره
ته به دچادر اودیوال ته وځی
تادزرګونو خلکو خون کړی دی
نو په کوم مخ به ذوالجلال ته وڅی

دجالاسونه جی په وینو سره وه
زمونږ د معصومو ارمانونو فاتل
زمونږ د میرویس ددستادونو غله
زمونږ دملالی دننګونو قاتل

زمونږ په دین پوری ملنډی وهی
زمونږ دقرآن اوجوماتونو قاتل
تادغازی مډال خونکارته ورکړم
تاداعزازدشیطان پلارته ورکړم

یوورڅ دارګ په څای بګرام ته لاړ شه
ستاپه افغان باندی څه لوبی کیږی
ستا دمیرویس اواکبر خان په بچو
په احمدخان باندی څه لوبی کیږی

ته به بر څو په دروغو ژاړی مشره
مخ ته به داکمکی دسمال نیسی
په خپل ملت باندی سوراوروروی
خوامنیت به ددجال نیسی

مشر دارګ نه لږ بهرراووزه
ډیر پښتانه لری ډیر قام لری
خوداملت له تانه مخ اړوی
خواګی دی ډیر خلک بدنام لری

داتاج اوتخت به بیاهم ستاوی مشره
خواول داپردی لښکرو باسه
قره قل لری کړه شمله په سر کړه
لاس له چپنی نه بهر وباسه

که غواړی داچه تل کامیاب واوسی
دخوار ملت سره رابطه جوړه کړه
داخلیل زاد ته پریږده ښه پری ښکاری
ګرین کارت دی پریږده تذکره جوړه کړه

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki