FANDOM


   ټول مرور دي نوم د کوم يوه په جام وليکم؟
د ميخانې په دروازه چاته سلام وليکم؟

د باز بڼکه به قلم کړمه د غشي پرځای
مضمون د مينې به کوترو ته د بام وليکم

خو ستا د سترګو په خاطر زړه ماتوم د ګلاب
ګلان دې صف شي چې نرګس ورته امام وليکم

دا چې د غشي جوړېدلو ډاډ قلم راکړی
د ديو په وينو به داستان د ګل اندام وليکم

يو څوک خو شته چې زړه ته ټک لکه لړم راکوي
د زهرو ذکر به يې ورو - ورو په آرام وليکم

" کاروانه" ! نه يې مني خو به خامخا وي پکې
که د غزل هره مصره لکه خيام وليکم

۱۳ / ۶ / ۱۹۹۹ پېښور

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki