FANDOM


 بېګاه په خوب کې اشنا
زوى د(ازر ) غوندې شم
تبر په لاس کې واخلم
غټ ،غټ بتان ماتوم
                               
 بېګاه په خوب کې اشنا
زور دخليل راکوي
هر څه په مخه واخلم
قوت دنيل راکوي
ماته مې خداى په مرسته
هر ابابيل راکوي
ورځم دلوړې ماڼۍ
ټول خاوندان ماتوم
زوى د(ازر ) غوندې شم
غټ ،غټ بتان ماتوم
                               * * * *
بېګاه په خوب کې اشنا
ما بغاوت کړى دى
دظالمانو سره
ما عداوت کړى دى
نبض مې له قهره ورته



ډېر حرارت کړى دى
ما ويل په خپله جذبه
ظالم انسان ماتوم
زوى د(ازر ) غوندې شم
غټ ،غټ بتان ماتوم
          
بېګاه په خوب کې اشنا
يوه هوسۍ پرته وه
سورۍ سورۍ په غشو
لکه شپيلۍ پرته وه
مخ کې په وينو جوپه
زخمي کبلۍ پرته وه
ددې غزال په چغو

ښکاري تازيان ماتوم
زوى د(ازر ) غوندې شم
غټ ،غټ بتان ماتوم
                               * * * *
بېګاه په خوب کې اشنا
خلک په جنګ ووينم
د يو او بل په وينو


باندې ټول رنګ ووينم
زه هم په وينو سور يم
چې دا خپل څنګ ووينم
شمه حيران چې دا جنګ
به په څه شان ماتوم
زوى د(ازر ) غوندې شم
غټ ،غټ بتان ماتوم

بېګاه په خوب کې اشنا
داسې انځور لټوم
دمحبت پل پسې
ځم کوه طور لټوم
په دغه ميو پسې
رګ دانګور لټوم
لويه مستي غواړم زه

غم په دې شان ماتوم
زوى د(ازر ) غوندې شم
غټ ،غټ بتان ماتوم
                              * * * *
بېګاه په خوب کې اشنا
راشم ټپه ، ټپه شم
هرې ټپې پسې زه


ورځم تپه ، تپه شم
کاش چې دهرې تپې
په سر چپه چپه شم
زه تور او سره لښکريان
په يا قربان ماتوم
زوى د(ازر ) غوندې شم
غټ ،غټ بتان ماتوم

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki