FANDOM


يويې په لنډه زنه خال
بل دې سپوږمۍ غوندې جمال
 شونډې دې سرې لكه د لعل
ستاد ليدو نه شته مجال
جانان ته وايه چې مخ بل خوا واړوينه

دجانان مينې لوى سړى كړم
چې نه دې خپل نه دې پردى كړم
له درده پورته اسوېلى كړم
مينې دې داسې لېونى كړم
په لاره ځم په غونډو ولم زيارتونه

ته مې شېرينه زه فرهاد يم
زه ستا دمينې هغه باد يم
لكه شپېلۍ تل په فرياد يم
داستا به هېريم كه به ياد يم
زه چې قدم په قدم ځم تا يادومه

هجر دې داسې گردله ده
زماترې دغه يو ګيله ده
لكه ګلۍ اوري شېله ده
ديدن دسر په بدله ده
چې سر ساتې خاورې به وكړې ديدنونه

ستاچې دګل په غېږ كې شپه وه
وايه خوږه وه كه ترخه وه
ستا دوصال لنډه شېبه وه
شبنمه وايه څه قيصه وه
چې ددګل له غېږې تاو كړل سره لاسونه

دجانان مينه زوروره
شوه رانه تاوه لكه زغره
ځكه ټپه شمه سندره
الله دې ساته له نظره
درته ماڼو په خروارونو لوګى كړمه

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki