FANDOM


پرهر پرهر ټپی ټپی شوی په ګولو کابله

سوری سوری شوی سور انګار په سرو مرمو کابله

د شاه زلمو کابله د ننګیالو کابله

بچیان دی واړه یتیمان پیغلی دی کونډی شولی

په چیغو چیغو دی هر ځوان دی په سلګو کابله

د شاه زلمو کابله د ننګیالو کابله

ټوټی ټوټی دی هر اندام شولو په توره جدا

ستی ستی شوی هری خوا ته په جنګو کابله

د شاه زلمو کابله د ننګیالو کابله

ای د امو نه تر اټک د هر افغان زړګیه

دی لر او بر په تا راټول د پښتنو کابله

د شاه زلمو کابله د ننګیالو کابله

چه تل یی پاتی کاملی ته لوی میراث د نیکو

د احمد شاه او د میرویس ای د پلرو کابله

د شاه زلمو کابله د ننګیالو کابله

کامله زرلښته (طاهر) امستردام

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki