Fandom

شعرونه

پام چې دوکه نشې

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

دا مجاهد ندي دوئ د چور ټېکه داران دي
پام چې دوکه نشې دغه ټول جنګسالاران دي

دوئ دې صدقه شي ددا پاک نوم مجاهدځنې
پاک نبي شاهد ځنې

نوم دمجاهد نه ګټه اخلي قاتلان دي
پام چې دوکه نشې دغه ټول جنګسالاران دي

دوئ د پردې لاندې هم ګناه کوي هم غلا کوي
ژوند بيا برالا کوي

غره کې دي لوی شوي بې چوکۍ قومندانان دي
پام چې دوکه نشې دغه ټول جنګسالاران دي

اوس ددوئ چړچې دي خرڅېږي په هرچا باندې
هم روس هم امريکا باندې

ګيرې ېې پرېيښي خوبېشکه شيطانان دي
پام چې دوکه نشې دغه ټول جنګسالاران دي

دا دي دعربوپاکستان او دايران بچي
ندي دافغان بچي

دافغان ترنامه لاندې دوئ په خټه تاجکان دي
پام چې دوکه نشې دغه ټول جنګسالاران دي

دادفارس تظاراو دمغل په تار پئيلي دي
ډارنه يخ نيولي دي

واک د رب ورنکړي دا ناترسه غداران دي
پام چې دوکه نشې دغه ټول جنګسالاران دي

فارس تظار مغول چې داوروس سره راغلئ وه
مونږبېرته شړلي وه

دا پاتې امريکا باندې خرڅ شوي غلامان دي
پام چې دوکه نشې دغه ټول جنګسالاران دي

ګټه د پردو ده دارته دوئ برابرېږي
وخت د محاکمې ته دمرګي پهلوانان دي

پام چې دوکه نشې دغه ټول جنګسالاران دي
مخ درنه پټ نشي داپرده پورته کوه غني

ته ېې رسواکوه غني
دغه دنيا هغه دنياټول ېې شاهدان دي

پام چې دوکه نشې دغه ټول جنګسالاران دي

Also on Fandom

Random Wiki