Fandom

شعرونه

پام کوه چې رقيبان دې ريبار نشي

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

په خندا ورته که خوله د پرهار نشي

مضحکه به ښه د تورې ګوزار نشي

چې خزان راشي چمن واړه مړاو شي

څوک به نه وايي چې بيا به بهار نشي

ډېرې شپې دي په هر چا باندې راغلې

چا ويلي دي چې بيا به سحار نشي

چې له خپل وطن نه څوک ژوندی وتلی

له پردي وطن نه تګ ورته عار نشي

د جهان خواري که ټول ورباندې وشي

د ايمان خاوند به هېڅکله خوار نشي

بې مغزان به ارستو او افلاطون شي

خو د مينې لېوني به هوښيار نشي

که د زړه آشنا ديدار ته دې وي سترګې

پام کوه چې رقيبان دې رويبار نشي

بيا به نشم مهاجر په دې وطن کې

که پخپله دوی محتاج د انصار نشي

په رحمان او په خوشحال مې سلام وايه

بيا ګذز به زما د دوی په مزار نشي

د مومند او د خټک د غږ پژواک يم

خو افغان مې جګ د دوی له کهسار نشي

شامي روډ پېښور،

د مۍ د مياشتې ۲۱، ۱۹۸۳ ز. کال

Also on Fandom

Random Wiki