Fandom

شعرونه

پاکه مينه

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

که دې مينه کې بيمار شم بيمار نه يم
که هجران کې دې ازار شم ازار نه يم

چې يو ځل دې اغياران په دار محکوم کړم
که بيا سل ځله په دار شم په دار نه يم

که زر واره د جهاد په حقه لار کې
ګړنګونو نه ګزار شم ګزار نه يم

چې د پاک حرم خادم او خاکروب نه شم
که د درست جهان سردار شم سردار نه يم

که ( مفتون ) ددې فاني ژوند طلبګار شم
که زه دغه شان هوښيار شم هوښيار نه يم

١٣٨٢

Also on Fandom

Random Wiki