ويکي شعرونه
Advertisement

غلي شئ ښکلو ته پېره کوي سړي پراته دي
چړې يې څنګ ته هم يې سرته تبر ګي پراته دي

ملاصيب ولې مينه ګر درته بې دينه ښکاري
زموږه مينه کې ټول توري قراني پراته دي

ځى چې چنار له فاتحه د ورکو پيغلو ورکړو
منګي يې مات دي شنو اوبو کې يې بنګړي پراته دي

ويده ښامار دى هله زر شه په سينه يې وله
چې راويښ نشي توره خوله کې يې غمي پراته دي

خلک سرکش دي هر سړى لاس کې دورې تاووي
قدم دې ورو کېږده په خپو کې دې ګونګري پراته دي

جانان خپل کور کې مالګې وړه کړلې په خلکو يې خوري
لکه مياعلي بابا تر خوا يې ليوني پراته دي

په بسم الله ترې ګوټ کوي نوم د جانان يادوي
 د " تړون " مخې ته د بنګو کنډولي پراته دي

وېشنيزه:سميع الله تړون

Advertisement