FANDOM


اختر په هغو وي چې څوک په زړه پرهر نه لري

چې څوک په زړه پرهر لري هغه اختر نه لري

د برګودر چناره لږه ترې پوښتنه وکړه

دا ستا په غېږ کې زاڼي ناست دي او وزرونه لري

زه د پاريس او اروپا په بنګلو څه کومه

زما د وطن پيغلې جونګړه کې ټغر نه لري

چې مې زخمي زخمي زړګوټي ته پټۍ وګوري

جانان په تورو تورو سترګو کې نظر نه لري

ملنګه ځه په مخ دې ښه شه دلته مه ګرځه

نور زمونږه کلى سيلاب وړى دى ګودر نه لري

د ” تړون “ اوښکې تورو کاڼو کې دننه ګرځي

د يار د زړه غوندې کلک کاڼى کوم يوغر نه لري


کونړ – ١٦ – ١٠ – ١٣٧٨

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki