FANDOM


ويکي شعرونه د انټرنټ په مټ د پښتو شعرونو يو آنلاين خونديځ دی چې مرام او مقصد يې د پښتو ژبې د ټولو شاعرانو شعرونه راغونډول او په يوه داسې انټرنټي پاڼه کې ځای پر ځای کول دي چې د نړۍ په هر ځای کې ترې گټه اخيستنه وشي. دا کار به هغه هنرمندان، شاعران او اديبانو او ليکوالو او څېړونکو ته دا آسانتيا وربرابره کړي چې که د هر شاعر شعر، او د هر سرليک شعر يې د سندرو او يا کمپوز جوړولو لپاره پکار وي پيدا کړای شي. همداراز هغه د پښتو ادب هغه محصلين چې غواړي د يوه شاعر شعرونو ته په دې مقصد لاسرسی ولري چې د شعر ليکلو سبک يې وڅېړي او د موجوده ادبي زېرمې په مرسته په پښتو ادب کې نوي سبکونه او نوېستنې وکړي. د داسې يو انټرنټي آرشيف بله گټه دا ده چې د پښتو ژبې شعرونه به ټول په ټايپي بڼه موجود وي او که څوک غواړي چې يوې څلوريزې، لنډۍ او يا کوم بل شعر په خپلو هنري نوښتونو کې ځای پر ځای کړي نو د شعر موندلو او سم ليکدود له مخې يې د بيا ټايپولو ستونزو سره مخ نه شي.

هېره دې نه وي چې د پښتو شعرونو د خونديځ جوړولو همدا پروژه د خدایي خدمتگارۍ په موخه داوطلبانه پرمخ بېول کېږي او د هېڅ کوم ډول امتياز څخه برخمنه نه ده. همداراز هر څوک کولی شي چې خپل شعر او يا هم د نورو شاعرانو شعرونه په پښتو ژبه دلته خپاره کړي.

موږ په دې هيله يو چې پدې پروژه کې هر پښتون او هره پښتنه په فعاله توگه ونډه واخلي چې په گډه سره د پښتو ژبې د شعرونو تر ټولو ستر خونديځ جوړ کړو

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki