FANDOM


زه د سپرلي ګل وم موسېدم او غوړېدم خو به
زه د ګل وږمه، د ګل وتم او خورېدم خو به
خلک به ړانده وو لکه شمع چې يې نه ليدم
اور چې مې په سر وو لګېدلی بلېدم خو به
ستا د اشارو غېږې له وينې وينې راغلمه
ستا د نظر دار وو زه منصور پرې زنګېدم خو به
هېر دې دی؟ هم تا چې د ستم په لاره رو دې ووم
ياد دې شو که نه؟ چې زه ژوندی وم ټوکېدم خو به
زه د خپل شهيد احساس توده بې ګناه وينه وم
داسې نو بېخي ورکېدی نه شوم زېږېدم خو به
لاره وه د ژوند کاڼيزه هم وه او ازغنه هم
زه چې پرې روان وم پرېوتم او پاڅېدم خو به

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki