Fandom

شعرونه

پسرلی

2,654pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

بيا سپرلي راوړي سره شراب په سرو جامونو کې

سور سيـــلاؤ د گـــــــلو را وتلئ زمونږ غرونو کــې

وګــــوره اعـــجـــاز د پســـرلي چې څه بلا کـــوي

وچ سيندونه ډک شي غورځي پرځي او شڼا کوي

غرونه ئې لاهو شي په شڼا او په موجــونـو کـــې

سور سيـــلاؤ د گـــــــلو را وتلئ زمونږ غرونو کــې

څـــاڅـــکئ د باران په پسرلي کې مرغلرې شـي

داســې مـرغلـــرې چــې پُخــلا پرې مرورې شـي

ځـــای ئــــې په وربل وي، يا د غاړؤ اميــلونــو کې

سور سيـــلاؤ د گـــــــلو را وتلئ زمونږ غرونو کــې

خو، مونږ له پسرلــي ځنــې تنـــها گـلــونه نه غـــواړو

مونږ ترېنه چې ځک باسي له خولې سيندونه نه غواړو

پو، دې راز د ميـنــې کــړي زمونــږه پــه رگــونــــو کــې

سور سيـــلاؤ د گـــــــلو را وتلئ زمونږ غرونو کــې

مونږ چې سره وژنو نو د گــــلو به غمزه څـــه وي؟

ژوند چې چېرته نه وي د بــهار به نو مزه څـــه وي؟

نشته خوند د گلو، نه د گـــــُلو په سيـــلونــو کــې

سور سيـــلاؤ د گــــــلو را وتلئ زمونږ غرونو کــې

مور د چا شهيد چې د خپــــل زوی په مړينه ويــر کوي

سيل نو د گــلـونو داســې حـال کې څه تاثيــــر کــوي

څه شوق به شي پاتې، د چا سر، د چا په زړونو کې؟

سور سيـــلاؤ د گــــلو را وتلــئ زمـــونږ غرونو کـــې

يا د چا نيازبين ماشوم، چې پلار مړ گوري سر وهي

يا ئې ناوې ښځه چې کوڅــۍ شکـــوي، ټټر وهـي

ورکه شي ښکلا د پســرلي داســـې ويرونــو کــې

سور سيـــلاؤ د گـــــلو را وتلئ زمونږ غرونــو کــې

نو! ته خو پسرليه ژوند بښـــوؤنکـــی ئې ژوندون راوړې

ته خو شاړو ورانو ته، ښايسـت راوړې سمون راوړې

مونږ ته هم ژوندون راوړه، په ســولـه نه جنگونو کې

سور سيـــلاؤ د گـــــــلو را وتلئ زمونږ غرونــو کــې

بيا به دې قســم دی چــې له هــر گله طواف کوم

سيل به دې د گـلو پـــه ښــــارونــــو او اطراف کوم

می به خورم قســـم دی، د غاټــولـو په جامونو کې

سور سيـــلاؤ د گــــــلو را وتلئ زمونږ غرونــو کــې

بيا سپرلي راوړي سره شــراب په سرو جامونو کې

سور سيـــلاؤ د گـــــــلو را وتلئ زمونږ غرونو کــې

Also on Fandom

Random Wiki