پسرليه بيا دې راوړه سره گلونه
بيا به جگ کړې د بلبلو فريادونه
سرې لمبې دې ارغوان باندې کړې بلې
د گلپاڼو کې دې نغښتي سره اورونه
شنې لوخړې پورته کېږي له چناره
په شنو څانگو مرغان ځکه کړي شورونه
يا د غرو رغو لمنو اور اخيستی
يا صحرا کړه د فرهاد وينو گلگونه
د ليلا له خاورو سره لاله شوه پورته
پکې ښکاري د مجنون د زړه داغونه
د بلبلو په نظر گلو ته گوره!
ليلا نه ده چا ليدلې بې مجنونه
سترگې پورته کړه له خوبه رابېدار شه
ويده نلري څه برخه له ژوندونه
سوز و ساز د شوق و ذوق ته دې رابولي
چې سحر باغ کې بلبل کړي اذانونه
عبادت کوي که فکر که مخمور دی؟
چې غنچو زوړند نيولي دي سرونه
بيا د لمر زړه کې پيدا زيات حرارت شه
په جوش راغله بيا د ورېځو ډک خمونه
د فلک له شنې مينا صهيا څڅېږي
خلک وايي چې ورېږي بارانونه
د سيندونو مستي ورځ په ورځ زياتېږي
شپه او ورځ شور و غوغا لري موجونه
د باغ کور ته بيا ښادي خوشحالي راغله
ونو واچول په غاړه امېلونه
په رنگينو ښو جامو کې گډا کاندي
له مستيه شکوي يو د بل هارونه
هېڅ پروا يې په چا نشته ورته گوري
په اتڼ کې ښکلوي څانگې ښاخونه
د بهار د نسيم څه رنگه تاثير دی
ونې راغلې په نغمو کوي رقصونه
دا موسم د ښکليتوب که د مستۍ دی؟
له بلبل که له گل وکړم تپوسونه؟
د بهار ارمغان گل دی که بلبل دی؟
نغمه ښه ده که د گلو ديدنونه؟
پس له څو قرنو د غور د بلبلانو
پښتنو ته راځي هسې اوازونه
چې پخوا به پسرلی پدې هېواد کې
لونل غرونو کې ښايسته ښکلي لالونه
ورېځې نورې وږمې نورې هر څه نور و
په بل راز و د اسمان هلته دورونه
سيمرغان او رستمان به پکې مېشت و
د مندېش غره کې و بل راز تاثيرونه
د اسمان د رڼو ستورو ځل چې وينم
را يادېږي د پښتون شهاب ځلونه
په زړه نغمه کې هغه مستي وينم
چې يې وران کړه د بمبڼو بودتونونه
د مرمرو د رخامو خول ماڼيو
د لمر سترگې برېښولي تر پرونه
لمر و بل، سپوږمۍ وه بله ستوري نور و
ته هم بل شان ايسېدلې ای پښتونه!
وېشنيزه:گل پاچا الفت وېشنيزه:شعرونه پ