FANDOM


په اور دې وسومه شېرينې
څاڅي له زړه نه مې سرې وينې
اوښكې مې ځي په مخ مهينې
راځه،راځه كه حال مې وينې
په تاپسې مې سره لېمه په وينو دينه

سترګې راواړوه بې نيازه
وګوره ماته لږ له نازه
وايه زما دزړه ايازه
اوښكې مازو دي كه بېلمازه
زماپه څيرې ګرېوان ځي لمونځ پرې كومه

مينه كې وي ډېر زحمتونه
سړي نه تاو كړي سره اورونه
غم دې بېزار كړم له ژوندونه
اوس خو به خود مروړم لاسونه
زه لېونى په بې وفا مئينېدمه

مونږه له خويه پښتانه يو
دښكلو ،ښكلو مېلمانه يو
زيږه شړۍ لرو درانه يو
پراته دعشق په زنګانه يو
له محبت نه مو دمينې بوئ راځينه

عشق دې اور راباندې بل كړو
زما ژوندون يې ټول غزل كړو
هجر دې داسې زړګى دل كړو
لكه معذور يې په خپوشل كړو
تر تا راځم په لاره خورم مات تيندكونه

جانانه داسې په ما اورې
لكه د مستو اوبو شور يې
دښكلا ګانو سكه خور يې
څنګه خواږه ، خواږه راګورې
لمن دې ونيسه چې زړه درواچومه

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki