ويکي شعرونه
Advertisement

 امبار مې د دردونو ښاپېرۍ په اوږو وړي
د مينې جنازې مې لېونۍ په اوږو وړي

شپونکيه ! لېونيه تا ته څه دې در په غاړه
سوزونه او سازونه خوشپېلۍ په اوږو وړي

دغره لمن کې بيا دسرو اوښانو کتار ګرځي
کېږدۍ په اوږو وړي ښکلې کوچۍ په اوږو وړي

د نرمې ټپې غږ يې د زلمې وينې تودې کړې
مېدان ته تېره غشي ملالۍ په اوږو وړي
ګونړ – ٢ – ٩ – ١٣٧٨

وېشنيزه:سميع الله تړون

Advertisement